د امام رضا(ع) اخلاق و کردار

د امام رضا(ع) اخلاق و کردار
 

پاکو امامانو په خلقو کښې او له خلقو سره ګډ ژوند کوؤ او خلقو ته به يې د پاکۍ فضيلت او ژوند درس عملاً ښودۀ. دوي د نورو نمونه او بيلګه وو او سره له دې چې د امامت لويې مقام دوي له نورو خلقو ممتازول او د زمکې په مخ د خدايې له غوره بندګان څخه وو. له خلقو لرې نۀ وو، خلق به يې له ځانه نۀ جدا کول او د ظا لمانو او زوراورو په شان به يې د خلقو بې عزتي او سپکاوي نه کولو.

      ابراهيم بن عباس وايي: امام رضا عليه سلام هيڅکله په خبرو کښې په چا ظلم نۀ کولو او د چا خبره به يې له ختميدو مخکښې نۀ غوڅوله. هيڅکله يې کوم حاجتمن او اړمن چې حاجت يې ورله پوره کولي شو خالي لاس نۀ ستنولو، د نورو په وړاندې به يې پښې نۀ غزولې، له مريانو او خدمتګارو به يې شکايت نۀ کوؤ، خندا يې تيزه او په کټ کټ نۀ وه بلکې مسکيدۀ به. کله به چې دسترخوان واغوړولی شو د کور ټول وګړي حتی څوکيدار او خدمتګار به يې هم له ځان سره په ډوډۍ کښينولو او هغوي به له امام سره يو ځايې ډوډۍ خوړله، د شپې به کم اودۀ کيدۀ او ډير به ويښ ؤ، اکثره شپې به يې تر سهاره روڼولې او عبادت به يې کوؤ، ډير  روژتي ؤ او په هره مياشت کښې به يې د دريو مخصوصو  ورځو روژه ضرور نيوله[2]، ښه کارونه به يې کول او په پټه به يې خلقو ته خواړۀ رسول او د شپې به يې د فقيرانو کورونو ته ډوډوۍ وړله.

      محمد ابن ابي عباد وايي: په اوړي کښې به امام په پوزي او په ژمي کښې په لمسي څملاستو،په کور کښې به يې ځيګي او ډبلې جامې اچولې خو چې کله به يې په عامو غونډو کښې ګډون کولو (نو ښې او د وخت مطابق جامې به يې اچولې او ځان به يې جوړوؤ)

      يوه شپه د امام کور ته يو ميلمه راغلي ؤ د خبرو اترو په دوران کښې په مشال کښې خرابي پيدا شوه. ميلمه غوښتل چې مشال جوړ کړي خو امام پرې نۀ ښود پخپله يې څراغ جوړ کړ او وې ويل مونږ په خپلو ميلمنو کار نۀ کوؤ.

يو سړي امام ته عرض وکړو: په خدايې مې دې قسم وي د زمکې په مخ هيڅوک د فضيلت او شرافت له نظره ستا پلار او نيکانو ته نۀ رسيږي. امام وفرمايل: تقوي هغوي ته عزت ورکړو او د خدايې پاک اطاعت د هغوي مقام لوړ کړ.

      د بلخ يو سړي وايي: د خراسان په سفر کښې د امام رضا عليه سلام ملګری ؤم. يوه ورځ چې دستر خوان وغوړول شو، امام ټول خدمتګاران او مريان حتی تور پوستکي هم راغونډ  کړل چې يو ځايې ورسره ډوډوۍ وخوري. ما امام ته عرض وکړو: له تا ځار شم، ښه به نۀ وي چې دوي په جدا دسترخوان کښيني؟ وې فرمايل غلي شه زمونږ د ټولو خدايې يو دی مور او پلار مو هم يو دي او جزا هم په عمل ده.

      د امام يو خدمتګار "ياسر" وايي: امام رضا عليه سلام مونږ ته فرمايلي وؤ چې که تا سو مې څۀ کار ته راوغوښتئ او تاسو په ډوډۍ لګيا يئ نو تر هغې له ډوډۍ مۀ پاڅئ چې ختمه شوې نۀ وي او ځکه به ډير وخت داسې وشول چې امام به مونږ غوښتو خو مونږ به ورته ويل چې ډوډۍ خورو.

      يو ځل يو مسافر امام ته راغي او وې ويل زۀ ستا او ستا د پلار او نيکانو له ليوالو څخه يم، حج ته تللي ؤم خو اوس راسره خرڅ ختم شوی دی که تاسو راته لږې  پيسې راکړئ نو زۀ چې خپل کلي ته ورسيږم ستا لخوا به يې صدقه کړم ځکه چې په خپل کلي کښې غريب نۀ يم، خو اوس راسره څۀ نشته. امام يوې کوټې ته ننوت، دوه سوه ديناره يې راواخستل او له وره ور اخوا يې لاس راووويستلو او وې فرمايل دا دوه سوه ديناره واخله او خرچه پرې برابره کړه. او ضروري نۀ ده چې زما لخوا يې صدقه کړې. سړي دينارونه واخستل او لاړو. امام له کوټې راووتلو، تپوس مو ترې وکړو چې ولې مو له کوټې دننه څخه دوي ته پيسې ورکړې وې فرمايل: ددې لپاره چې د سوال او حاجت شرم او پيکه والي يې په سترګو کښې ونۀ وينم.

      پاکو امامانو به يوازې د خلې په ذريعه د خلقو لارښوونه نۀ کوله بلکې په خپل سلوک او عمل سره به يې هم خلق د هغوي غلطيو ته متوجي کول او سمې لارې ته به يې رابلل.

      د امام يو ملګري سليمان جعفري وايي: يوه ورځ له امام سره د هغۀ کور ته لاړم، ماښام مهال ؤ د امام خدمتګاران د يوې ودانۍ په جوړولو مشغول وؤ. امام پکښې يو نوی سړی وليدۀ او وې پوښتل دا څوک دی؟ عرض يې وکړ څوک مسافر دی له مونږ سره مرسته کوي بيا به يو څۀ ورکړو. وې فرمايل: مزدوري مو ورته معلومه کړې او ټاکلې ده؟ وې ويل: نه! هر څۀ چې مو ورکړل قبلوي يې. امام غصه شو ما ورته وويل له تا ځار شم خفه کيږه مه. وې فرمايل: ما دوي ته ډير ځله ويلي دي چې تر څو مو چا ته مزدوري او پيسې معلومې کړې نۀ وي، په کار يې مۀ لګوئ. څوک چې بې له تړونه او معلومې مزدورۍ کار کوي که درې چنده مزدوري هم ورکړې خيال به کوي چې پيسې دې کمې ورکړي دي او که تړون ورسره وکړې او ټاکلې مزدوري ورکړې نو خوشحاله به شي چې په خپلې ژمنې دې عمل کړی دی او که له معلومې مزدورۍ لږ څۀ زياتې ورکړې نو که لږې هم وي ډير خوشحاليږي او منندوي به وي چې زياتې دې ورکړي دي.

[2]  . يعني د مياشتې د لومړي زيارت د ورځې او د مياشتې په منځ کښې د شورو ورځې او دمياشتې د ورستي زيارت يا پنجشبې په ورځ.

تبصره

د يو پيغام د وتو

* ډګرونه په نښه سره یو ستورگي باید خامخا ارزښت ولري.